۰
اروپايي ټولنه:

د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو ایستل راته لومړیتوب دی

پنجشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۹
اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو او همکارانو خوندي ایستل د دوی لومړیتوب دی.
د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو ایستل راته لومړیتوب دی
اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو او همکارانو خوندي ایستل د دوی لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه اروپايي ټولنې له امریکا غوښتي، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د هغو ټولو کسانو تر ایستلو پورې وساتي چې باید وایستل شي.

د اروپايي شورا مشر چارلس مېشل ویلي، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې د ايتلاف د غړیو هیوادنو اتباعو او د هغوى افغان همکارانو خوندي ايستو ته لومړيتوب ورکوي.

دی وايي، دا موضوع یې له خپلو امریکايي دوستانو او شریکانو سره له دوو اړخونو مطرح کړه. لومړی د هوايي ډګر د ساتنې اړتیا یعني تر څو چې ورته ضرورت وي او عملیات بشپړ شي، دوهم هغو ټولو کسانو ته د هوايي ډګر د لارې پرانیستل چې د وتلو مستحق دي.

اروپايي ټولنې دا غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، د اګسټ تر ۳۱ مې پورې خپل سرتيري د کابل له هوايي ډګره باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي