کابل بانک بېرته فعالیت پیل کړی

4 سنبله 1400 ساعت 11:41

کابل ته طالبانو له راتګ ۱۲ ورځې وروسته کابل بانګ یو ځل بیا پرانستل شو او فعالیت یې پیل کړی دی.


کابل ته طالبانو له راتګ ۱۲ ورځې وروسته کابل بانګ یو ځل بیا پرانستل شو او فعالیت یې پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، کابل بانګ پرون پنشنبې د وږي ۳ مه پرانستل شو او د معاشونو او پیسو په ورکړه یې پیل وکړ.

د کابل بانک خینو سرچینو ویلي، هغه کسانو ته یې چې په بانک کې یې پیسې وې، تر۳۰ زرو پورې افغانۍ ویشلې دي.

سرچینه زیاتوي، د بانک کار کوونکو هم خپل معاشونه واخیستل او نن هم بانک پرانیستی دی خو په وینا یې پر بانک له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو پیسې پکې کمې وې.

د یادونې ده، چې طالب چارواکو وړمه ورځ اعلان وکړ چې ټول خصوصي او دولتي بانکونه به خلاصوي، خو له دې ټېنګار سره بیا هم تېره ورځ خصوصي بانکونه او شهزاده سرای نه و پرانېستل شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com