کابل ته طالبانو له راتګ ۱۲ ورځې وروسته کابل بانګ یو ځل بیا پرانستل شو او فعالیت یې پیل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، کابل بانګ پرون پنشنبې د وږي ۳ مه پرانستل شو او د معاشونو او پیسو په ورکړه یې پیل وکړ.
د کابل بانک خینو سرچینو ویلي، هغه کسانو ته یې چې په بانک کې یې پیسې وې، تر۳۰ زرو پورې افغانۍ ویشلې دي.
سرچینه زیاتوي، د بانک کار کوونکو هم خپل معاشونه واخیستل او نن هم بانک پرانیستی دی خو په وینا یې پر بانک له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو پیسې پکې کمې وې.
د یادونې ده، چې طالب چارواکو وړمه ورځ اعلان وکړ چې ټول خصوصي او دولتي بانکونه به خلاصوي، خو له دې ټېنګار سره بیا هم تېره ورځ خصوصي بانکونه او شهزاده سرای نه و پرانېستل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل