طالبان: د عامې روغتیا وزارت ښځینه کارکونکې د خپلو دندو ته حاضرې شي

6 سنبله 1400 ساعت 9:50

طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته حاضرې شي.


طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته حاضرې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې روغتیاپالو ښځو ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوی لپاره د کارکولو هېڅ ډول ممانعت نه شته.

خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکې دې په منظم ډول خپلو دندو ته حاضرې شي.

د یادونې ده، چې طالبانو د کابل تر نیولو یوه دوه ورځې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ، چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142002

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142002/

جمهور
  https://www.jomhornews.com