طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته حاضرې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې روغتیاپالو ښځو ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوی لپاره د کارکولو هېڅ ډول ممانعت نه شته.
خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکې دې په منظم ډول خپلو دندو ته حاضرې شي.
د یادونې ده، چې طالبانو د کابل تر نیولو یوه دوه ورځې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ، چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل