د غني د حکومت کاروونکو ته د طالبانو خبرداری: ټول دولتي امکانات او توکي اړوند ادارو ته وسپارۍ!

6 سنبله 1400 ساعت 10:13

طالبانو د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د دولت کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې ټول دولتي امکانات او توکي اړوندو ادارو ته وسپاري.


طالبانو د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د دولت کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې ټول دولتي امکانات او توکي اړوندو ادارو ته وسپاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د مخکني دولت کارکوونکي دې په خپله خوښه په یوه اونۍ کې ټول دولتي توکي، وسایط، وسلې او مهمات اړوندو ارګانونو ته وسپاري.

اعلامیه کې زیاته شوې پر وخت د دغو توکو د نه سپارلو په صورت کې به دا کسان د کشفي ارګانونو لخوا تعقیب، کشف او قانوني چلند سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142005

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com