طالبانو د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د دولت کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې ټول دولتي امکانات او توکي اړوندو ادارو ته وسپاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د مخکني دولت کارکوونکي دې په خپله خوښه په یوه اونۍ کې ټول دولتي توکي، وسایط، وسلې او مهمات اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
اعلامیه کې زیاته شوې پر وخت د دغو توکو د نه سپارلو په صورت کې به دا کسان د کشفي ارګانونو لخوا تعقیب، کشف او قانوني چلند سره مخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل