برېتانیا له طالبانو سره د خپلو وګړو او افغان همکارانو په اړه غږېږي

10 سنبله 1400 ساعت 10:31

برېتانیا له طالبانو سره د هغه برېتانوي وګوړو او هغو افغانانو چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستان د وتلو په اړه مستقمې خبرې پیل کړې دي.


برېتانیا له طالبانو سره د هغه برېتانوي وګوړو او هغو افغانانو چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستان د وتلو په اړه مستقمې خبرې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېتانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په همدې موخه د برېتانیا د لومړي وزیر بورس جانسن ځانګړی استازی سایمن ګاس دوحې ته تللی دی.

خبرپاڼه کې ویلي، ګاس به دوحه کې د طالبانو له استازو سره د هغو برېتانوي وګوړو او افغان همکارانو د وتلو په اړه خبرې اترې کړې، چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د برېتانیا حکومت دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې طالبانو ویلي دوی د هغه کسانو چې قانوني اسناد ولري د تګ مخنیوی نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com