برېتانیا له طالبانو سره د هغه برېتانوي وګوړو او هغو افغانانو چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستان د وتلو په اړه مستقمې خبرې پیل کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېتانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په همدې موخه د برېتانیا د لومړي وزیر بورس جانسن ځانګړی استازی سایمن ګاس دوحې ته تللی دی.
خبرپاڼه کې ویلي، ګاس به دوحه کې د طالبانو له استازو سره د هغو برېتانوي وګوړو او افغان همکارانو د وتلو په اړه خبرې اترې کړې، چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.
د برېتانیا حکومت دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې طالبانو ویلي دوی د هغه کسانو چې قانوني اسناد ولري د تګ مخنیوی نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل