امریکا د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي

11 سنبله 1400 ساعت 11:26

تاجکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي کړي.


تاجکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوشنبې کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تاسیسات د سرحدي ګارد لپاره جوړېږي.

دغه خبرپاڼه چې پرون چهارشنبې د وږي ۱۰ مه خپره شوې په کې راغلي، په دې تاسیساتو کې به ګڼ شمېر سرحدي ځواکونه او د هغوی کورنۍ ځای پر ځای شي.

په تاجکستان کې د امریکا د سفیر جان پومرساهیم ویلي، واشنګټن له دوه زره دویم کال راپه دې خوا له تاجکستان سره په امنیتي برخه کې تر درې سوه میلیونه ډالر زیاته مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142154

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com