۰

امریکا د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۶
تاجکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي کړي.
امریکا د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي
تاجکستان کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله تاسیسات جوړي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوشنبې کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تاسیسات د سرحدي ګارد لپاره جوړېږي.

دغه خبرپاڼه چې پرون چهارشنبې د وږي ۱۰ مه خپره شوې په کې راغلي، په دې تاسیساتو کې به ګڼ شمېر سرحدي ځواکونه او د هغوی کورنۍ ځای پر ځای شي.

په تاجکستان کې د امریکا د سفیر جان پومرساهیم ویلي، واشنګټن له دوه زره دویم کال راپه دې خوا له تاجکستان سره په امنیتي برخه کې تر درې سوه میلیونه ډالر زیاته مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي