ملا محمد یعقوب:

هر چا که له دې وروسته هوايي ډزې وکړې، بې وسلې او بندي یې کړی

13 سنبله 1400 ساعت 9:37

د طالبانو د مشر مرستیال ملا محمد یعقوب خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته که هر چا هوايي ډزې وکړې، بې وسلې او بندي به کړی شي.


د طالبانو د مشر مرستیال ملا محمد یعقوب خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته که هر چا هوايي ډزې وکړې، بې وسلې او بندي به کړی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یعقوب ویلي، هوايي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي احمد الله وثیق په خپل ټوېټر د ملا محمد یعقوب له قوله لیکلي، که بیا څوک ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي.»

ښاغلي وثیق لیکلي، «د هوایي ډزو په اړه د اسلامي امارت د مرستیال مولوي محمد یعقوب مجاهد قاطع حکم او خبرداری: آینده که هر څوک هوایي ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي. هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.»

د طالبانو مرستیال دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ، چې تېره شپه کابل کې د دې اوازې تر خپرېدو وروسته چې ګڼې طالبانو پنجشېر نیولی، بې درېغه هوایي ډزې وشوې.

د هوایي ډزو له امله ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو سخت خفګان څرګند کړ او په کابل کې د ایمرجنسي روغتون تازه عکسونه ښیي چې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د هوایي ډزو له امله ټپي شوي کسان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com