د طالبانو د مشر مرستیال ملا محمد یعقوب خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته که هر چا هوايي ډزې وکړې، بې وسلې او بندي به کړی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یعقوب ویلي، هوايي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي احمد الله وثیق په خپل ټوېټر د ملا محمد یعقوب له قوله لیکلي، که بیا څوک ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي.»
ښاغلي وثیق لیکلي، «د هوایي ډزو په اړه د اسلامي امارت د مرستیال مولوي محمد یعقوب مجاهد قاطع حکم او خبرداری: آینده که هر څوک هوایي ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي. هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.»
د طالبانو مرستیال دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ، چې تېره شپه کابل کې د دې اوازې تر خپرېدو وروسته چې ګڼې طالبانو پنجشېر نیولی، بې درېغه هوایي ډزې وشوې.
د هوایي ډزو له امله ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو سخت خفګان څرګند کړ او په کابل کې د ایمرجنسي روغتون تازه عکسونه ښیي چې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د هوایي ډزو له امله ټپي شوي کسان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل