۰

اروپايي ټولنې له طالبانو سره د اړیکو شرایط اعلان کړل

شنبی ۱۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۹
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل وايي، د دې لپاره چې اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړ وکړی شي، باید د افغانستان له نوي حکومت سره تماس او تعامل ولري.
اروپايي ټولنې له طالبانو سره د اړیکو شرایط اعلان کړل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل وايي، د دې لپاره چې اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړ وکړی شي، باید د افغانستان له نوي حکومت سره تماس او تعامل ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بورېل دغه څرګندونې د سلووینیا په بردو ښار کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غیر رسمي غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې په دې غونډه کې موافقه وشوه، چې اروپايي ټولنه د افغانانو د ملاتړ لپاره باید د افغانستان له نوي حکومت سره اړیکې او تعامل ولري.

خو په وینا یې د دې لپاره چې طالبان له اروپايي ټولنې سره ګډ کار وکړي، باید دغه ډله دا ضمانت ورکړي، چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

دی وايي، طالبان باید د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو درناوی وکړي، ټولمنلی حکومت جوړ کړي، بشري مرستو ته لار ورکړي او بهرنیو وګړو او هغو افغانانو ته د وتلو اجازه ورکړي چې غواړي له دې هېواده و وځي.

نوموړي زیاته کړې« زموږ تعامل د دې شرایطو له تطبیق سره تړلی دی، ځینې کسان ښايي ووايي چې طالبان به پر دې شرایطو عمل ونه کړي خو راځئ صبر وکړو.»

خو ټينګار یې وکړ، چې طالبانو سره د عملیاتي اهدافو لپاره تماسونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دي.

بورېل ویلي«په کابل کې د اروپايي ټولنې د ټیم په چوکاټ کې زموږ حضور په هېڅ صورت د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره لومړی ګام نه دی، بلکې له عملیاتي نظره که غواړو چې له هغو سره تعامل ولرو نو دا به لومړی ګام وي څو له نوي حکومت سره تماس ونیسو. ځکه موږ باید د مهمو مسایلو په اړه بحث وکړو. په دې کې لومړی او تر ټولو مهم کار دا دی چې څنګه هغه څو زره کسان وباسو چې موږ باید په الوتکو کې ایستلي وای، خو دې کار امکان نه درلود.»

د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر مخکې له دې ویلي و، دا ټولنه به هغه ۱،۲ میلیارد یورو افغانستان ته ور نه کړي چې په پام کې وه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ وسپارل شي.

د هغه په وینا دا پیسې به یوازې هغه مهال افغانستان ته ورکړل شي چې له طالبانو سره د همکارۍ شرایط روښانه شي.

دیوان خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي