د طالبانو د رهبری شورا یوه غړي مولوي سلام حنفي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حنفي او ښاغلي وانګ یو لیدنه پرون دوشنبې د وږي ۱۵ مه شوې ده.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې اترې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د چین سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
ښاغلي نعیم په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.
د چین له سفیر سره د طالب استازو لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو له خوا نوی حکومت اعلان شي.
ویل کېږي د حکومت د اعلان په مراسمو کې چین ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا چې ګډون په کې کوي که نه تر اوسه نه ده معلومه.
جمهورخبري آژانس:کابل