۰

طالبانو په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي

سی شنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
د طالبانو د رهبری شورا یوه غړي مولوي سلام حنفي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.
طالبانو په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي
د طالبانو د رهبری شورا یوه غړي مولوي سلام حنفي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حنفي او ښاغلي وانګ یو لیدنه پرون دوشنبې د وږي ۱۵ مه شوې ده.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې اترې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د چین سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي نعیم په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.

د چین له سفیر سره د طالب استازو لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو له خوا نوی حکومت اعلان شي.

ویل کېږي د حکومت د اعلان په مراسمو کې چین ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا چې ګډون په کې کوي که نه تر اوسه نه ده معلومه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي