چین: په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت غواړ

16 سنبله 1400 ساعت 11:14

چینايي چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی او ملاتړ یې کوي.


چینايي چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی او ملاتړ یې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین ویاند وانګ ویبین ویلي، د افغانستان په اړه د چین دریځ تل د افغانستان پر خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او یووالي ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چین په ازاده توګه د ټولشموله او د ټولو د استازی حکومت چې معتدلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ ولري او په ټوله نړۍ، په تېره بیا په ګاونډیو هېوادونو کې د هر ډول تروریزم پر ضد د مبارزې اراده ولري، ملاتړ کوي.

چین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې کابل کې یې سفیر وانګ یو هم پرون له طالب استازو سره په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له افغانستان سره به د چین بشري مرستې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com