۰

چین: په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت غواړ

سی شنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۴
چینايي چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی او ملاتړ یې کوي.
چین: په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت غواړ
چینايي چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی او ملاتړ یې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین ویاند وانګ ویبین ویلي، د افغانستان په اړه د چین دریځ تل د افغانستان پر خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او یووالي ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چین په ازاده توګه د ټولشموله او د ټولو د استازی حکومت چې معتدلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ ولري او په ټوله نړۍ، په تېره بیا په ګاونډیو هېوادونو کې د هر ډول تروریزم پر ضد د مبارزې اراده ولري، ملاتړ کوي.

چین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې کابل کې یې سفیر وانګ یو هم پرون له طالب استازو سره په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له افغانستان سره به د چین بشري مرستې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي