امریکا: تمه ده طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي

16 سنبله 1400 ساعت 11:59

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، امریکا تمه لري، چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، امریکا تمه لري، چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن چې د دوحې په سفر بوخت دی، ویلي، دوی په دې تمه دي، چې طالبان په ټولو برخو کې په تېره بیا امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي.

د یادونې ده، چې بلېنکن دا مهال دوحه کې دي، چې ټاکل شوې د قطري چارواکو تر څنګ له طالب استازو سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دې لیدنو تر ټولو مهمه برخه به له افغانستان په نورماله توګه د نړیوالو پروازونو پیلېدل او همدا راز د روان وضعیت ارزول وي.

د دې تر څنګ د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې دی او دوی به په قطر کې له مېشتو افغان کډوالو سره ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com