د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې وايي، دوی به میلیونونه کورنیو بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستو په موخه له طالبانو سره اړیکه ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراندې پرون جمعه د وږي ۱۹ مه ترکیې ته د سفر پر مهال دا څرګندونې کړې او د نورو کډوالو تر څنګ یې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
نومړي ویلي، د ده ادارې تردې دمه بهر ته د تګ په نیت د افغانستان د سرحدونو پر لور د افغانانو د ورتګ نښې نښانې نه دي لیدلي.
خو ښاغلي ګراندې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان وضعیت خراب شي دا وضعیت ښايي بدل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ترکیه کې د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړې، چې دوی تراوسه د افغانستان د سرحدونو خوا ته د خلکو د پراخ خوځون او نورو هېوادونو د هغو د ننوتلو د هڅو موارد نه دي لیدلي.
خو وايي، د داخلي بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې په خاطر به له طالبانو سره اړیکه ونیسي.
د یادونې ده، چې د تېرو شل کلنې په ځانګړي ډول د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ په کور د ننه بې ځایه شوي، چې دا مهال په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.
جمهورخبري آژانس:کابل