قطر له ترکیې سره د افغانستان په اړه غېږېدلی دی

20 سنبله 1400 ساعت 10:37

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې خبرو وروسته پرون جمعه د وږي ۱۹ مه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټوېټر پاڼه چې له ترکي سیال سره د کابل د نړیوال هوايی ډګر په اړه غږېدلی دی.

نوموړي ویلي، په دې خبرو کې د دواړو لورو له خوا د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.

دی وايي،قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.

آلثاني ویلي، د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com