۰

قطر له ترکیې سره د افغانستان په اړه غېږېدلی دی

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۷
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
قطر له ترکیې سره د افغانستان په اړه غېږېدلی دی
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې خبرو وروسته پرون جمعه د وږي ۱۹ مه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټوېټر پاڼه چې له ترکي سیال سره د کابل د نړیوال هوايی ډګر په اړه غږېدلی دی.

نوموړي ویلي، په دې خبرو کې د دواړو لورو له خوا د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.

دی وايي،قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.

آلثاني ویلي، د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي