د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدوف وایي، امریکا په افغانستان کې داسې پوځي سیستم جوړ کړی و، چې د دوی له ملاتړ پرته یې دوام نه شوی کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میدویدوف نن شنبې د وږي ۲۰ مه په یوه تازه مرکه کې ویلي، د امریکا حکومت د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملاتړ په دوام کې پاتې راغی.
نوموړي وايي،پینتاګون د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه وروزل او په وسلو یې سمبال کړل، خو د وروستیو میاشتو انکشافاتو وښوده چې دې ځواک د امریکا له ملاتړه پرته دوام نه شوای کولی.
د هغه په وینا د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان وسله والو ځواکونو وښوده چې د امریکا له پیسو او ملاتړه پرته د جګړې اراده نه لري.
میدویدوف زیاتوي، دوی په اسانه ولسوالۍ او ولایتونه او حتي د هېواد پلازمېنه بې جګړې پرېښوده.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري ټول جوړ شوي پوځي تاسیسات له خاورو سره خاورې شول.
د روسیې د امنیت مرستیال وایي، د افغانستان په جګړه کې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان او ۴۰ زره ملکي افغانان ووژل شول او تر ۷۵ زره ډېر نور ژوبل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل