۰

د قطر او روسیې موافقه: باید له افغانستان سره بشري مرستې وشي

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۲
د قطر او روسیې د بهرنیو چارو وزیران الثاني او لاوروف د افغانستان پر حالاتو غږېدلي او له دغه هېواد سره یې د بشري مرستو پر کولو موافقه کړې ده.
د قطر او روسیې موافقه: باید له افغانستان سره بشري مرستې وشي
د قطر او روسیې د بهرنیو چارو وزیران الثاني او لاوروف د افغانستان پر حالاتو غږېدلي او له دغه هېواد سره یې د بشري مرستو پر کولو موافقه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الثاني او لاوروف پرون شنبې د وږي ۲۰ مه مسکو کې سره لیدلي او د افغانستان په حالاتو یې خبرې کړې دي.

تر دغه لیدنې وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره ژر تر ژره بشري مرستې وکړي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې و ویل که په افغانستان کې وضعیت لا خرابیږي نو هېڅ یو ګاونډی به یې له ناوړه اغېزو خوندي نه وي، نو ځکه باید له دغه هېواد سره بشري مرستې وشي.

دی وايي، قطر او روسیې موافقه وکړه چې دې ته اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او ورسره سمدستي مرستې وشي.

خو په وینا یې دې ته اړتیا ده چې بشري مرستې باید خپلواکې او په دې هېواد کې له سیاسي وضعیت سره تړلې نه وي.

په ورته وخت سرګي لاوروف ویلي، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي، ډېر یو دردونکی بشري وضعیت یې رامنځته کړی چې کېدای شي له دې هېواده ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو د ورماتېدو سبب شي.

دی وايي، دا د ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان په روان وضعیت کې ښکېل دي، په تېرو هغو چې د ده په وینا په دې هېواد کې یې بشري بحران رامنځته کړی، مسولیت دی چې د افغان کډوالو د ستونزې حل لارې ولټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي