ډاکتر فهیمه:

طالبان مې کور ته راغلل ورور مې یې بېولو، وهل ډبول یې راکړل

21 سنبله 1400 ساعت 10:19

د کندهار ښار اوسېدونکې یوه ډاکتره فهیمه رحمتي په یوه ویډیو کې ادعا کوي، چې طالبان یې کور ته ورغلي، د دې د ورور د بېولو هڅه یې کوله او د کورنۍ غړي یې ورته وهلي ډبولي دي.


د کندهار ښار اوسېدونکې یوه ډاکتره فهیمه رحمتي په یوه ویډیو کې ادعا کوي، چې طالبان یې کور ته ورغلي، د دې د ورور د بېولو هڅه یې کوله او د کورنۍ غړي یې ورته وهلي ډبولي دي.

د جمهور آژانس د خبر مخې ډاکتر فهیمه چې یوه مدني فعاله ده او د هیلې خیریه بنسټ مشره هم ده وايي، طالبان تېره شپه د دې کور ته ورغلي دي.

نوموړي چې په ویډیو کې ژاري ادعا کوي، چې طالبانو یې ورور بېوه، خو دوی یې مخنیوی کړی او له هغې وروسته طالبانو د دې د کورنۍ د غړو په وهلو ډبولو لاس پورې کړی دی.

ډاکتر فهیمې زیاته کړط، چې  طالبانو د دې په ګډون د دې د کورنۍ ښځینه غړي او ماشومان وهلي او له دوی یې ټلیفونونه اخیستي دي.

دا زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوړي چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بې وزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وايي«ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي؟ ولې مو له وطن څخه فرار ته مجبوروۍ، ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه ورکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله خو و مې نه منله، ما ویل چې وطن ما ته اړتیا لري.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې ډاکټر فهیمه رحمتي له تېرو څو کلونو راهیسې د هیله خیریه بنسټ له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړي دي.

جمهور خبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 142439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com