د کندهار ښار اوسېدونکې یوه ډاکتره فهیمه رحمتي په یوه ویډیو کې ادعا کوي، چې طالبان یې کور ته ورغلي، د دې د ورور د بېولو هڅه یې کوله او د کورنۍ غړي یې ورته وهلي ډبولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر مخې ډاکتر فهیمه چې یوه مدني فعاله ده او د هیلې خیریه بنسټ مشره هم ده وايي، طالبان تېره شپه د دې کور ته ورغلي دي.
نوموړي چې په ویډیو کې ژاري ادعا کوي، چې طالبانو یې ورور بېوه، خو دوی یې مخنیوی کړی او له هغې وروسته طالبانو د دې د کورنۍ د غړو په وهلو ډبولو لاس پورې کړی دی.
ډاکتر فهیمې زیاته کړط، چې طالبانو د دې په ګډون د دې د کورنۍ ښځینه غړي او ماشومان وهلي او له دوی یې ټلیفونونه اخیستي دي.
دا زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوړي چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بې وزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.
هغه طالبانو ته په خطاب کې وايي«ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي؟ ولې مو له وطن څخه فرار ته مجبوروۍ، ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه ورکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله خو و مې نه منله، ما ویل چې وطن ما ته اړتیا لري.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې ډاکټر فهیمه رحمتي له تېرو څو کلونو راهیسې د هیله خیریه بنسټ له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړي دي.
جمهور خبري آژانس:کندهار