۰

طالبان: په هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې وروسته له دې به افغانستان کې پېر او پلور پر پاکستانۍ کلداره کېږي.
طالبان: په هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي
طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې وروسته له دې به افغانستان کې پېر او پلور پر پاکستانۍ کلداره کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر وروسته له هغې خپور شو، چې د پاکستان د خزانې وزیري ویلي، له افغانستان سره به ټول سوداګري په پاکستانۍ کلداره کېږي.

تر ده وروسته پاکستاني رسنیو راپورو ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزي هم ویلي، چې له دې وروسته به ټولې وړې او لویې سوداګریزې معاملې په کلدارو وي.

خو پاکستاني رسنیو د ښاغلي الکوزي خبرې تحریف کړې، ځکه هغه ویلي و، که چېرې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره شي، نو د افغانستان اقتصاد به کمزوری څه ان چې صفر ته راښکته شي.

د الکوزي د خبرو مانا دا نه ده، چې ګڼې راکړه ورکړه به پاکستانۍ کلدارو کېږي، بلکې مانا یې دا ده، چې دا کار باید ونه شي، ځکه د افغانستان اقتصاد ته لویه ضربه ده.

دغه خبرو پر خواله رسنیو هم سخت غبرګونونه راوپارول او ګڼو کسانو پر اسلامي امارات غږ وکړ، چې په هېواد کې د پاکستانۍ کرنسۍ چلښت بند کړي او کاروونکو ته یې سزا ورکړي.

د خلکو له غبرګونو وروسته د فرهنګي کمېسیون غړی احمدالله وثیق وایي، هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي او هغه خبر چې ګواکې سوداګري به پر کلدارو پیل شي حقیقت نه لري.
 
ښاغلي وثیق په ټوېټر لیکلي: په هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي، دا خبر هېڅ حقیقت نه لري، چې غټه سوداګريبه په پاکستاني کرنسۍ کېږي، موږ ته خپل هویت ډېر مهم دی، هېڅ کله به داسې پرېکړه ونه شي، چې زموږ د هېواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي