۰

د کابل د هوايي ډګر سرحدي پولیسو بېرته دندې پیل کړې

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۰
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان یو شمېر پولیس بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوي او دندې یې پیل کړې دي.
د کابل د هوايي ډګر سرحدي پولیسو بېرته دندې پیل کړې
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان یو شمېر پولیس بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوي او دندې یې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا سرحدي پولیس دی، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د کابل په هوايي ډګر کې خپلې دندې پیل کړې دي.

دوی اوس د طالبانو سره یو ځای د کابل د نړیوال هوايي ډګر په پوستو کې ځای پر ځای شوي او خپلې دندې مخ ته وړي.

دغه پولیسو وروسته له هغې کار پیل کړ، چې یوه لوړ پوړي طالب قوماندان ترې ورڅخه وغوښتل، چې بېرته خپلو دندو ته راشي.

راپورونه وایي، نن یکشنبې د وږي ۲۱ مه د کابل د هوايي ډګر د ترمینل د باندې او دغه راز د داخلي الوتنو په ترمینل کې د سرحدي پولیسو غړي لیدل شوي دی.

له دې افسرانو څخه یوه تن فرانس پرېس خبریال ته ویلي «زه پرون کار ته بېرته راغلم، څو اوونۍ په کور کې ناست وم.»

ده چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړې «ما ته د طالبانو یوه لوی قوماندان ټېلفون وکړ، راته ویې ویل چې کار ته راشه. خوشاله یم چې بیا خدمت کوم.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي