سعودي عربستان وایي، د افغانستان د خلکو تر څنګ به ولاړ وي

21 سنبله 1400 ساعت 15:57

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان وايي، هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان وايي، هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فرحان دغه څرګندونې نن یکشنبې د وږي ۲۱ مه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان حالت له نېږدې څاري.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ډاډ یې ورکړی، چې سعودي عربستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د یادونې ده، چې د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو او طالبانو واک ته د رسېدو وروسته په لومړي ځل سعودي عربستان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com