د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان وايي، هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فرحان دغه څرګندونې نن یکشنبې د وږي ۲۱ مه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان حالت له نېږدې څاري.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ډاډ یې ورکړی، چې سعودي عربستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.
د یادونې ده، چې د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو او طالبانو واک ته د رسېدو وروسته په لومړي ځل سعودي عربستان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل