۰

د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی، ملا حسن اخند، کرزي او عبدالله سره یې لیدلي

دوشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۷
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني یو ځل بیا کابل ته راغلی او دلته یې له طالب مشرانو او پخوانیو چارواکو سره لیدلي دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی، ملا حسن اخند، کرزي او عبدالله سره یې لیدلي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني یو ځل بیا کابل ته راغلی او دلته یې له طالب مشرانو او پخوانیو چارواکو سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي الثاني پرون یکشنبې د وږي ۲۱ مه کابل ته راغی او ارګ کې یې د نوي سرپرست حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او نورو طالب مشرانو سره ولیدل.

الثاني د دغه سفر په ترڅ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

دا د طالبانو له خوا د کابل د نیولو او واک تر لاسه کولو وروسته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر پنځم سفر دی، چې په لنډه موده کې یې تر سره کوي.

که څه هم له طالب مشرانو او پخوانیو چارواکو سره د ښاغلي الثاني د خبرو ټول جزیات نه دي په ډاګه شوي، د قطر د ګلف ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې شیخ محمد له افغان خواوو سره په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت، د کابل د هوايي ډګر د فعالیت پر اړوندو پرمختیاوو او ټولو ته د سفر د ازادۍ د یقیني کولو په اړه خبرې وکړې.

دوی دغه راز له تروریستي ډلو سره، چې د افغانستان ثبات ګواښي د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.

سرچینه وایي، الثاني له افغان چارواکو (ملا حسن اخوند) په کلکه وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره له ټولو افغان خواوو سره خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د هغو هڅه ستاینه وکړه چې دوی د دوحې د خبرو په ترڅ کې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي