د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د خوړو له نړیوال پروګرام سره یې په ګډه کابل او غزني کې له څلور نیم زره کسانو سره مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د خوراکي او غیر خوراکي موادو دا بېړنۍ مرستې له هغو کسانو سره وشوې چې د جګړو له کبله بې ځایه شوې دي.
ای.او. اېم او ډبلیو. اېف. پي د مرستو دا لړۍ وروسته تر دې شروع کړې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
ټاکل شوې نن دوشنبې د وږې په ۲۲مه ملګري ملتونه په جنوا کې له افغانستان سره د مرستو جلبولو په خاطر یو کنفرانس ترسره کړي.
دې سازمان تر دې وړاندې غوښتنه کړې چې د افغانستان ۴۴۴ ملیونه ډالره کنګل شوې پیسې په استثنایي ډول ازادې شي.
له بې وزلو کورنیو سره دا مرسته پر داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د تازه سروې له مخې په افغانستان کې لوږه مخ په زیاتېدو ده او دا مهال کابو ۹۳ سلنه افغان کورنۍ د خوږو له کمښت سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس: کابل