د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل الماني سیال فرانګ والټر شټاین مایر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې تلېفوني مکالمه له افغانستان د پناه غوښتونکو په اړه بحث شوی او د ترکیې ولسمشر ویلي، ترکیه له افغانستانه د پناه غوښتونکو د بلې احتمالي څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نور ظرفیت نه لري.
ښاغلي اردوغان ویلي، جرمني او د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې دوی هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزې بار ته اوږه ورکړي.
ترکیه چې له وړاندې یې د خپل ګاونډي هېواد سوریې ۳ میلیونو او ۷ لکو کډوالو ته پناه ورکړې، له افغانستانه د طالبانو له ډاره د پناه غوښتونکو د بلې څپې به اړه اندېښنه ښوولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل