د نړیوال سازمان له لوري د طبي توکو دویمه الوتکه هم کابل ته رسېدلې

24 سنبله 1400 ساعت 9:22

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې.


په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com