۰

د نړیوال سازمان له لوري د طبي توکو دویمه الوتکه هم کابل ته رسېدلې

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۲
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې.
د نړیوال سازمان له لوري د طبي توکو دویمه الوتکه هم کابل ته رسېدلې
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي