بوریل: اروپايي ټولنه له طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لري

24 سنبله 1400 ساعت 9:27

 د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل وايي، اروپايي ټولنه له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله چاره نه لري.


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل وايي، اروپايي ټولنه له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله چاره نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بورېل پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه  فرانسه کې اروپايي پارلمان ته ویلي، بروکسل به د اروپايي ټولنې له حکومتونو سره په کابل کې د یوه ډپلوماتیک حضور لپاره هڅې تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړې«د افغانستان کړکېچ ختم شوی نه دی، پر تحولاتو د هر ډول نفوذ لپاره له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله لار نه لرو.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په افغانستان کې د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com