د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل وايي، اروپايي ټولنه له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله چاره نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بورېل پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه فرانسه کې اروپايي پارلمان ته ویلي، بروکسل به د اروپايي ټولنې له حکومتونو سره په کابل کې د یوه ډپلوماتیک حضور لپاره هڅې تنظیم کړي.
نوموړي زیاته کړې«د افغانستان کړکېچ ختم شوی نه دی، پر تحولاتو د هر ډول نفوذ لپاره له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله لار نه لرو.»
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په افغانستان کې د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل