د بښنې نړیوال سازمان: یوناما دې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي

24 سنبله 1400 ساعت 11:27

د بښنې نړیواله اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي.


د بښنې نړیواله اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خبرپانه کې ویل شوي، د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي، نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده.

ټاکل شوې چې د سپټمبر په اوولسمه په رسمي توګه په افغانستان کې د یونما د ماموریت موده پای ته ورسېږي او په همدې ورځ به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د یاد دفتر د کار د دوام او یا پای په اړه رایه اچوي.

خو په ملګرو ملتونو کې نږدې سرچینې وایي، غړي هېوادونه به د یاد ماموریت دوام ته رایه ورکړي ځکه افغانان تر بل هر وخت د نړیوالو بنسټونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com