د بښنې نړیواله اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبرپانه کې ویل شوي، د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي، نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده.
ټاکل شوې چې د سپټمبر په اوولسمه په رسمي توګه په افغانستان کې د یونما د ماموریت موده پای ته ورسېږي او په همدې ورځ به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د یاد دفتر د کار د دوام او یا پای په اړه رایه اچوي.
خو په ملګرو ملتونو کې نږدې سرچینې وایي، غړي هېوادونه به د یاد ماموریت دوام ته رایه ورکړي ځکه افغانان تر بل هر وخت د نړیوالو بنسټونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل