طالبانو تر لاسه کړي څه باندې ۱۳ میلیون ډالره مرکزي بانک ته وسپارل

25 سنبله 1400 ساعت 8:46

طالبانو د پخوانیو چارواکو له کورونو څخه تر لاسه کړي ۱۲.۳ میلیون ډالر او یوه شمېر د سرو زرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.


طالبانو د پخوانیو چارواکو له کورونو څخه تر لاسه کړي ۱۲.۳ میلیون ډالر او یوه شمېر د سرو زرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه پيسې او سره زر پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه مرکزي بانګ خزانې ته سپارلې دي.

مرکزي بانک هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې طالبانو ۱۲۳۶۸۲۴۶ امریکایي ډالر او یوه اندازه د سروزرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.

د دغه پیسو او طلا د سپارلو پر مهال طالب چارواکو و ویل، چې دوی په ټولو برخو کې شفافیت او د فساد مخینوي ته پوره پوره ژمن دي.

دوی ویلي، چې د پخوانیو حکومتي چارواکو څخه تر لاسه شوي هر څه یې د مرکزي بانک خزانې ته سپارلي دي.

طالبان وايي، دغه پیسو څخه ډېرې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له کور څخه تر لاسه کړي دي، خو د امرالله صالح یوه ویاند دغه څرګندونې رد کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com