۰

طالبانو تر لاسه کړي څه باندې ۱۳ میلیون ډالره مرکزي بانک ته وسپارل

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
طالبانو د پخوانیو چارواکو له کورونو څخه تر لاسه کړي ۱۲.۳ میلیون ډالر او یوه شمېر د سرو زرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.
طالبانو تر لاسه کړي څه باندې ۱۳ میلیون ډالره مرکزي بانک ته وسپارل
طالبانو د پخوانیو چارواکو له کورونو څخه تر لاسه کړي ۱۲.۳ میلیون ډالر او یوه شمېر د سرو زرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه پيسې او سره زر پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه مرکزي بانګ خزانې ته سپارلې دي.

مرکزي بانک هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې طالبانو ۱۲۳۶۸۲۴۶ امریکایي ډالر او یوه اندازه د سروزرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.

د دغه پیسو او طلا د سپارلو پر مهال طالب چارواکو و ویل، چې دوی په ټولو برخو کې شفافیت او د فساد مخینوي ته پوره پوره ژمن دي.

دوی ویلي، چې د پخوانیو حکومتي چارواکو څخه تر لاسه شوي هر څه یې د مرکزي بانک خزانې ته سپارلي دي.

طالبان وايي، دغه پیسو څخه ډېرې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له کور څخه تر لاسه کړي دي، خو د امرالله صالح یوه ویاند دغه څرګندونې رد کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي