د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، د افغانستان وروستیو تحولاتو د امنیت او سولې په څېر د سیمې لویې ننګونې لا را برسرېره کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې پرون جمعه د وږي ۲۶ مه د شانګهای سازمان په غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل باور لري، چې د دې سیمې لویې ننګونې له سولې، امنیت او د باور په کموالي پوړې تړلې دي، چې لوی لامل یې د تندولازۍ زیاتېدل دي.
ښاغلي مودي ټینګار وکړ، چې د افغانستان وروستیو تحولاتو دا ننګونې لا را واضحې کړې. شانګهای سازمان باید په دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي.
په ورته وخت کې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شانګهای غونډې له ګډوالو وغوښتل، چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره ودرېږي.
د یادونې ده، چې د شانګهای سازمان سرمشریزه د دوشنبې د اعلامیې په تصویب پای ته ورسېده چې په کې ګډونوالو هېوادونو له ترهګرۍ، تُندلارۍ، او مخدره موادو سره په مبارزې او د امنیتي همکاریو په دوام ټینګار وشو.
جمهورخبري آژانس:کابل