۰

ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستو د دوام ژمنه کړې

دوشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي په افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي.
ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستو د دوام ژمنه کړې
 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي په افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېشنرۍ پرون یکشنبه د وږې ۲۸ ویلي، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د جګړو له امله بېځایه شویو کورنیو ته یې د مرستو رسول پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په مرسته شویو توکو کې د کورنیو د اړتیا وړ لومړني توکي نالۍ، کمپلې، پلاستیکي فرشونه، د اوبو لوښي، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دوی اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په هڅه کې دي.

تر دې مخکې هم یاد سازمان ویلي وو چې د دوی د معلوماتو په اساس د افغانستان په ختیځ کې ۵۱۵۳۴ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وروستیو نښتو له امله زرګونه کسان بېځایه شوي دي.

د دغه دفتر په وینا، له دغو کورنیو څخه ګڼ شمېر کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو ته هم بېځایه شوي دي چې په خبره یې کره شمېر یې معلوم نه دی.

اوچا همدارنګه زیاته کړې، په وروستیو ورځو کې په کابل، پکتیا او غزني ولایتونو کې د د جګړو له امله بېځایه شویو شاوخوا ۹۰۰۰ کورنیو سره مرستې کړي دي.

د یاد بنسټ د معلوماتو په اساس د افغانستان په جنوب کې د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ هم خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو په مهال خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې به له اړمنو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي