طالبانو دوی ته منسوبه خپره شوې اساسي تګلاره رد کړه

29 سنبله 1400 ساعت 9:53

د طالبانو د اسلامي امارت عدلیې وزارت طالبانو ته د یوې منسوبې اساسي تګلارې له ردولو سره خبرداری ورکړی، چې د دې تګلارې خپرونکي به مجازات شي.


د طالبانو د اسلامي امارت عدلیې وزارت طالبانو ته د یوې منسوبې اساسي تګلارې له ردولو سره خبرداری ورکړی، چې د دې تګلارې خپرونکي به مجازات شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا تګلاره په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د عامه افکارو د مغشوش کیدو سبب شوی.

سرچینه زیاتوي، له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي، چې د یادې جعلي تګلارې د خپریدو مخنیوی وکړي او عاملین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

یاده تګلاره له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپره شوې او ادعا شوې، چې د اساسي اصولو په نوم دا تګلاره د طالبانو د امارت اساسي قانون دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com