د طالبانو د اسلامي امارت عدلیې وزارت طالبانو ته د یوې منسوبې اساسي تګلارې له ردولو سره خبرداری ورکړی، چې د دې تګلارې خپرونکي به مجازات شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا تګلاره په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د عامه افکارو د مغشوش کیدو سبب شوی.
سرچینه زیاتوي، له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي، چې د یادې جعلي تګلارې د خپریدو مخنیوی وکړي او عاملین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.
یاده تګلاره له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپره شوې او ادعا شوې، چې د اساسي اصولو په نوم دا تګلاره د طالبانو د امارت اساسي قانون دی.
جمهورخبري آژانس:کابل