۰

انګلستان هم له پاکستان سره د کرکټ لوبې لغوه کړې

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د انګلستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې پاکستان ته یې د خپل نارینو او ښځو د کرکټ ټیمونو سفرونه او له پاکستان سره لوبې لغوه کړې دي.
انګلستان هم له پاکستان سره د کرکټ لوبې لغوه کړې
د انګلستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې پاکستان ته یې د خپل نارینو او ښځو د کرکټ ټیمونو سفرونه او له پاکستان سره لوبې لغوه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سیمې ته د سفر په اړه اندېښنې موجودې دي نو ځکه یې لغوه کړي دي.

خبرپاڼه وايي، د انګلستان کرکټ بورډ په خپله غونډه کې په پاکستان کې د خپلو لوبډلو د سیالیو په اړه بحث او دا پرېکړه یې وکړه، چې له دغه لوبو لاس په سر شي.

اعلامیه کې ویل شوي«« موږ تائیدو چې بورډ په زړه نازړه توګه دا پرېکړه وکړه چې د اکتوبر لوبو لپاره د خپلولوبډلو (نارینوو او ښځو)د لیږلو څخه لاس په سرشي.»

سرچینه وايي، د انګلنډ د لوبغاړو او اداري کارکوونکو ذهني او فزیکي حالت لومړیتوب دی او دوی پوهېږو چې سیمې ته د سفر په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي او باور لرو چې وړاندې تګ به په لوبډلې فشار نور هم زیات کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې د انګلنډ کرکټ بورډ دغې پرېکړې خواشیني کړي ‌دي.

د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې «انګلنډ په خپلې ژمنې»‌ کې پاتې راغی.

نوموړي ټینګار کړي، چې پاکستان به له دغه حالت څخه وځي او دا د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره د بیدارۍ غږ دی چې د نړۍ غوره ټیم شي.

د یادونې ده، چې تر انګلستان مخکې نیوزیلنډ هم چې پاکستان ته خپله لوبډله لېږلې وه، د امنیتي وېرې له امله د لوبې په سهار له لوبو منع او بېرته خپل هېواد ته وغوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي