پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي او عبدالله پرون سه شنبې د وږي ۳۰ مه د چین استازي یوشیا یویونګ، د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف او پاکستان له استازي صادق خان سره لیدلي دي.
د سولې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان په روانو حالاتو او وضعیت خبرې اترې وشوې.
سرچینه زیاتوي، چې د یادو شویو هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې د یوه ټولمنلي حکومت پر جوړېدو او دغه راز سولې، ثبات، متعدل سیاست، د ښځو حقونو ته په درناوي او افغانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو باندې ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل