۰

د امریکا او روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
د امریکا او روسیې لوړ پوړو نظامي چارواکو د فنلنډ پلازمېنه هلسنکي کې د شپږنیمو ساعتونو لپاره خبرې اترې سره کړې دي.
د امریکا او روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي
د امریکا او روسیې لوړ پوړو نظامي چارواکو د فنلنډ پلازمېنه هلسنکي کې د شپږنیمو ساعتونو لپاره خبرې اترې سره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي او د روسیې د پوځ مشر جنرال والري ګراسیموف پرون چهارشنبې د وږي ۳۱ مه ملاقات کړی دی.

امریکایي پوځیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو اوږده ملاقات ته اشاره کړې وايي، د دغو دوو چارواکو د ملاقات هدف د عملیاتونو د تنش د رفع او خطرونو د کموالي په اړه وو.

په ورته وخت کې روسي رسنیو هم راپور ورکړی، چې دا لیدنه د خطراتو پر کمېدو متمرکزه وه، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.

د یادونې ده، چې دا له دا له ۲۰۱۹ میلادي کال وروسته، لومړی ځل دی چې د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو جګپوړي نظامي چارواکي مخامخ ملاقات کوي.

دا ملاقات پر داسې کېږي، چې واشنګټن او مسکو له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په هغه هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نویو شرایطو سره ځانونه همغږي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي