امریکا: افغانستان کې پر ترهګرو د بریدونو لپاره له طالبانو اجازه نه اخلو

3 میزان 1400 ساعت 7:53

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، دوی به افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې بریدونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا ونه لري او نه هم اجازه ترې اخلي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، دوی به افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې بریدونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا ونه لري او نه هم اجازه ترې اخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان کې هوايي بریدونه کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي«امریکا ترهګرو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه کوي او په دې اړه د طالبانو همغږۍ او اجازې ته اړتیا نه لري.»

د امریکا د دفاع وزارت ویاند دا خبرداری هم ورکړی، چې که طالبان د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو هڅې وکړي نو د هغوی پر وړاندې به هم جدي غبرګون وښودل شي.

طالبانو تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت د دغه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142856

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com