قریشي:

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی څوکۍ تشه پرېښودل شي

3 میزان 1400 ساعت 8:52

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولی څوکۍ د تشه پرېښودل شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولی څوکۍ د تشه پرېښودل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه خبرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره د ملګرو ملتونو سازمان د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې کړې ده.

نوموړي ویلي، که نړیوال د طالبانو د اسلامي امارت استازي ته په دغه سازمان کې د ګډون او استازولی اجازه نه ورکوي، نو د محمد اشرف غني د پرځول شوي حکومت استازي ته دې هم د افغانستان د استازیتوب حق نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مخکني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ دې هغه ته پرېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com